Home خانه

په کابل او لوګر کې د ځان وژونکو حملومخه نیول شوې خو په جلال اباد کې یې مرګ ژوبله اړولې

morda s افغان امنیتي چارواکي وايي، په کابل او جلال اباد کې د ځان وژونکو حملو کوونکو هدف په ملي امنیت پورې مربوطې ادارې او په لوګر کې د حمله کوونکي هدف د عامه نظم د پولیسو ریاست وو.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې د یکشنبې د ورځي په سهار یې په دې ښار کي یو ځان وژونکی حمله کوونکی وروسته تر هغه وواژه، چې غوښتل یې د ملي امنیت پر یوه اداره حمله وکړي او تر حملې مخکي یې د ملي امنیت پر سرتیرو ډزي وکړې.
د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال داوود امین د پیښي په ځای کي خبریالانو ته وویل:

  “دا د وزیر اکبرخان د شیرپور سیمه ده، دلته د امنیت ریاست مخې ته یو ځان وژونکې حمله کوونکي، چې د چاودېدونکو توکو یو پراډو ډوله موټر او د حملې واصکټ هم ورسره وو غوښتل یې یو ځان وژونکې حمله وکړي خو له نیکه مرغه زموږ د امنیتي کسانو لخوا پر وخت ووژل شو.” ځان وژونکي حمله کوونکي یو ځوان وو، ده خپل د چاودېدونکو توکو موټر د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان او شیر پور ترمنځ عمومې کوڅې ته رسولی وو. دا د کابل ښار تر ټولو مهمه ډیپلوماټیکه سیمه ده، چې په جدي ډول د امنیتي ځواکونو او امنیتي کېمرو له خوا څارل کیږي، خو دغه کس توانېدلی وو، چې دې سیمې ته ځان ورسوي. په سمیه کي عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته وویل. “یوه کس ته مې سودا ورکوله، ډزي وسوې د لسو دقیقو لپاره، یو کس یې ویشتلی او درې نور یې له یوې شین رنګه کورلا موتر سره تښتېدلي. نور نه پوهیږم، دا د مسلمان کار نه دی، ناروا کار دی، پر کاروبار او د خلکو پر ژوند بد اغېز کوي. دا د مسلمان کار نه دی، چې په ښار کي بې ګناه خلک ووژنه، هر څوک چې دا مسلماني بولي بد کوي، په دې کي به کراچې والا، بایسکل والا یا یو غریب مړ وي.” د کابل ترڅنګ په جلال اباد کي هم د ملي امنیت پر یوه مېلمستون ځان وژونکې حمله سوې، چې امنیتي چارواکي وايي، د استخباراتو دوه کسان په دې حمله کي وژل سوي  درې نور ټپیان دي. په همدې ورځ د لوګر په مرکز پول علم کي د عامه نظم د پولیسو پر یوه مرکز هم ځان وژونکې حمله وشوه چې چارواکي وايي یوازې یو پولیس پکې وژل شوی دی او دوه نور ټپيان دي. وسلوالو طالبانو د جلال اباد په حمله کې د څوارلسو کسانو او د لوګر په حمله کې د شاوخوا شلو پولیسو د وژل کیدو ادعاوې کړي دي، خو امنیتي چارواکو د دوی ادعا نه ده تایید کړې. د 2012 کابل د اپریل په میاشت کي هم په یوه ورځ په کابل، جلال اباد، لوګر او پکتیا ولایتونو کي وسله والو مخالفینو پر امنیتي ادارو حملې وکړې، چې 47 کسان په کي ووژل سوه او نژدې 70 تنه نور په کي ټپیان سوه. 

معصوم میوند- کابل

منبع ویب سایت رادیو ازادی