ښاغلی عبدالهادي داوي رحمه الله!
عبدالهادي داوي رحمه الله د ملا عبدالاحد آخندزاده زوی وو چې په 1894 زېږدیز کال کښې د کابل ولایت د "باغ علیمردان" په سیمه کښې زېږېدلی وو.
ښاغلی داوي د مشروطه غورځنګ یو پیاوړی غړی، نومیالی ژورنالیست، تکړه شاعر، لیکوال، سیاستوال او د مشرانو جرګې غړی وو چې بیا وروسته د سیاسي ژوند په ورستیو کښې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس هم شو، د نوموړي ژوند له ډیرو لوړو ژورو څخه ډک وو.
داوي لمړۍ دنده د سراج الاخبار د جریدې د محرر په توګه پیل کړه او په همدې اداره کښې وو چې له ارواح ښاد عبدالرحمن لودین سره یو ځای یې د محمود طرزي رحمه الله د تکړه او ځیرکو زده کونکو په توګه د هغه له پوهې څخه ګټي ترلاسه کړې.
د افغانستان د معاصر ژورنالیزم پلار (علامه محمود طرزي رحمه الله) له دغو دوو ځوانانو (داوي او لودین) سره د دوي د پوهې له امله ډیره مینه درلوده او تردې چې طرزي رحمه الله به ویل: دا دوه ځوانان زما د الوتلو دوه وزرونه دی.
د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله د حکومت پر مهال د ښاغلي داوي رسمي او دولتي دندي!
داوي په 1920 زېږدیز کال کښې دهغه هئیت غړی وو چې د طرزي رحمه الله په مشرۍ کښې د هند میسورې ته ولاړ.
کله چې د برېټانیوي هند استازی "ډابس" کابل ته راغی نو داوي د افغان اړخ له خبرو کوونکو غړو څخه وو.
په 1921 زېږدیز کال کښې د دباندینیو چارو په وزارت کښې د هند او اروپا په شعبه کښې د مدیر په توګه وګمارل شو.
په 1922 زېږدیز کال کښې د دباندینیو چارو وزارت مستشار وټاکل شو.
په 1923 زېږدیز کال کښې یې بخارا ته د ځانګړو استازو مشرې وکړه او په همغه کال یې د افغانستان د لمړي مختار وزیر په توګه په لندن کښې د افغانستان استازولې پرانیسته.
له 1926 زېږدیز کال څخه تر 1928 زېږدیز کال پوري د افغانستان د تجارت وزیر وو.
د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله له حکومت وروسته د ښاغلي داوي دندي!
له 1929 زېږدیز کال څخه تر 1932 زېږدیز کال پوري د اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه د حکومت لخوا په برلین کښې د افغانستان مختار وزیر وو خو له دندې لاس په سر شو او کابل ته راستون شو او په کابل کښې د ادبي انجمن غړی شو.
په 1948 زېږدیز کال کښې د لمړي وزیر شاه محمود خان د حکومت پر مهال د افغانستان د شاهي دربار د سرمنشي په توګه وګمارل شو.
په 1949 زېږدیز کال کښې د لمړي وزیر شاه محمود خان د حکومت پر مهال د کابل ولایت د "ده سبز" ناحیې د وکیل او د ملي شورا د اووم پړاو د رئیس په توګه وګمارل شو.
په 1953 زېږدیز کال کښې د لمړي وزیر سردار محمد داؤد خان د حکومت په لمړي کال په مصر کښې د افغانستان سفیر شو.
له 1954 زېږدیز کال څخه تر 1959 زېږدیز کال پوري د لمړي وزیر سردار محمد داؤد خان د حکومت لخوا په اندونیزیا هیواد کښې د افغانستان سفیر وو، او له 1959 زېږدیز کال څخه یې د مشرانو جرګې د مشر په توګه دنده پیل کړه.
اروا ښاد عبدالهادي داوي په 1982 زېږدیز کال کښې د 1361 ھ لمریز کال د زمری میاشتې په 27 مه نېټه له دې نیمګړې نړۍ سره مخه ښه وکړه.