د کابل ښاروال په یوه رسمي غونډه کې له خلکو سره ژمنه کړې
د کابل ښاروال په یوه رسمي غونډه کې له خلکو سره ژمنه کړې، چې د خپلې دندې تر دوام پورې به د کابل ښار پراختیا او ښکلا ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي ویلي، هڅه به یې دا وي چې کابل ښار دومره منظم، عصري او ښکلی شي، چې له نړیوالو ښارونو، په ځانګړي ډول له پاریس څخه هم ښکلی څرګند شي.
ښاروال ټینګار کړی، چې د ښار د پراختیا پروژې به د عصري پلانونو پر بنسټ عملي شي او په کې به د ښاري نظم ټینګښت، د ټرافیکي ستونزو کمول او د عامه ځایونو ښکلا ته لومړیتوب ورکړل شي. د هغه په وینا، دا هڅې به د کابل ښاریانو د ژوند کیفیت لوړ کړي او ښار به د نړیوالو معیارونو له مخې پرمختګ ته ورسوي.