Home خانه

دشیخ سیاف زوی وایې طالیبان ورانکاره دي !!

دشیخ سیاف زوی وایې طالیبان ورانکاره دي !!

605682639 914515874581619 6941672186974285793 nاو سخت دریځي دي!!

او هېڅ بدلون یې ندی کړی!

مطلب یې دادی چې هغه په غصب جوړ شوي کورونه ، شهرکونه یې ټول وران کړل کوم چې رښتیا وایې زه هم ورسره موافق یم ورانکاره دي.

-سخت دریزي دي :

لنډغر نه پرېږدي، لوچګان نه پرېږدي، اختطافچیان نه پرېږدي قاچاقبر نه پرېږدي سګ جنګیان نه پرېږدي او بدمعاشان یې ټول ورک کړل !

زه هم ورسره موافق یم چې سخت دریزي دي باید نرمښت ورسره وکړي.!

-هېڅ بدلون یې ندی کړی!

رښتیا وایې لندغر اول ټول مجاهدین وو شرعیت یې غوښت ، امن یې غوښت، د شراو فساد ، چوراو چپاول ، غصب او غلاوې یې نکولې اخر دوی ټول بدل شول د لنډغرېزم او غصب قهرمانان شول !

مګر طالبان هماغسې ټینګ پاتې شول چندانې بدلون یې ونکړو ؟

کاشکي لږ یې خپل تاریخ مرور کولای بیا یې خوله خلاصولی!!