د سقاو کارنامې
د جمهوريت په دوره کې د حامد کرزي تر ټولو لويه بدبختي دا وه چې ده د ارګ دننه او له ارګه بهر د سقاو اولادونو ته پراخ صلاحيتونه ورکړي وو.
دغو کسانو له ورکړه شويو صلاحيتونو ناوړه استفاده پيل کړه، په هر ځای کې دغو غلو، لنډغرو او مافيايي کړيو واکمني ټينګه کړي وه، د دولت په اکثرو څوکيو د لنډغرو او د دوی مافيايي کړيو پوره زور او طاقت و.
حامد کرزی د ارګ دننه د سقاو اولادونو له خوا محاصره شوی و، اصلي صلاحيتونه د تش په نوم مارشال فهيم، احمد ضيا مسعود، رباني، يونس قانوني او د ډبل عبدالله مافيايي کړيو په لاس کې وو، هر څه چې د سقاو اولادونو غوښتل حامد کرزي به د هيواد او د هيوادوالو د هوسا ژوند په خاطر ورسره منل او هغوی به د ده له فرمانونو په خفيه توګه ناوړه استفاده کوله، اکثره له پنځم او شپږم ټولګي فارغان وو خو د لوړې درجې اسناد يې په رشوت جوړکړي وو، د ظاهري او نمايشي لباس به داسې مالوميدل تا به ويل چې دوی ټولو پي ایچ ډۍ (PhD) کړي دي.
همدا لامل و چې د سقاو اولادونه به له عادي بستونو څخه تر ډګرمن، ډګروال، جنرال او آن تر مارشالۍ رتبو پورې ورسېدل، يواځې له يوه پنجشېره ۷۰۰ جنرالان جوړ شوي وو تا به ويل چې نړۍ يې فتح کړي وه، د همدې لوړو رتبو په برکت غلا، شراب، اخلاقي فساد، زنا، ظلم او د استبداد هېڅ حد نه و، سربېره پر دې د سقاو اولادونو د پاکستان له استخباراتو سره هم اړيکې لرلې او د پښتنو پر ضد يې ډول ډول دسيسې جوړولې،
کله چې حامد کرزی د دوی پر خفيه رازونو خبر شو او دا يې درک کړه چې د سقاو اولادونه د ده د ولسمشرۍ له نوم څخه غلطه استفاده کوي نو سره د هر ډول فشار دوی ته تسلیم نه شو لکه د ډيورنډ پر سر معامله، د کونړ سيند او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان لخوا د افغانستان لپاره سياسي مشاور او داسې نور، او د دوی پاکستان ته د وفادارۍ ارمانونه يې له خاورو سره خاورې کړل، حتی د ارګ د ننه يې له هر تشدد ډک ځواک څخه استفاده وکړه خو کامياب نه شول او لا هم رسوا شول.
کله چې د اشرف غني حکومت رامنځته شو نو ډېری د سقاو نااهله ډګرمنان، ډګروالان او جنرالان تقاعد او کور ته رخصت شول، ورو ورو د سقاو اولادونه کمزوري کېدل او له ادارو يې واک اخيستل کېده، د سقاو اولادونه د احمدشاه مسعود د المانځ ورځې هم محروم شول، وډبول شول او بې عزته شول.
کله چې اشرف غني په بشپړ ډول درک کړه چې د سقا اولادونه د پښتون قوم پر ضد دي او تاريخ ته سپکاوی کوي نو ده په خپل سياسي تدبير سره په ولايتونو او ولسواليو کې د هغوی مافيايي واکمني پای ته ورسوله او د هغوی حکومت يې له منځه يووړ.
ارګ بېرته د غيرتي ولس لاس ته ولوېد، همدا ورځ وه چې د هېواد غله، لنډغر، اخلاقي فاسدان او شراب خواره له هېواده وتښتېدل او نوم نښان يې ورک شو چې هيواد د هيواد اسلامي امارت اصلي او اتلو بچيو لاس ته ولويده او بيا به چېرې د خپلو ناوړو خواهشاتو خاوندان نه شي.
د اسلامي امارت له راتګ سره په افغانستان کې سوله، امن او خپلواکي ټينګه شوه.
الله (ج) د پر افغانستان بيا تلپاتې، با ثباته او رښتينی بدلون راولي، آمين.
(ليکوال: نورالله خوستی)