Home خانه

امیر محمد افضل‌خان!

امیر محمد افضل‌خان!

608899958 863975096420882 1302365529533414571 nامیر محمد افضل خان د امیر دوست محمد خان بارکزي مشر زوی د سردار پاینده محمد خان بارکزي لمسی چې په 1811 زېږدیز کال کښې زېږدلی وو.

نوموړی یو پوځي جنګیالی وو او د سیکانو پر وړاندي د خپل پلار امیر دوست محمد خان بارکزي سره په ټولو جګړو کښې ملګری وو خو د انګریز او افغان د لمړۍ جګړې پر مهال کله چې یې پلار امیر دوست محمد خان بارکزی انګریزانو ته تسلیم شو او انګریزانو برېټانیوي هند ته تبعید کړ نو نوموړی له پوځي چارو لاس په سر شو او د انګریزانو په وړاندي له جګړې کولو څخه یې ډډه وکړه.

امیر محمدافضل‌خان د امیر دوست محمد خان بارکزي په دویم ځل واکمنۍ کښې د ترکستان والي وټاکل شو او څو ځلي یې د بخارا د امیر سره اخډب هم را منځته شو.

کله چې امیر دوست محمد خان بارکزی په 1863 زېږدیز کال کښې وفات شو او ځایناستی يې د نوموړي ولیعهد امیر شیرعلي خان شو، امیر محمد افضل خان د خپل پلار د وصیت خلاف ځان د امارت د امیرۍ مستحق ځکه ګڼی چې د پلار مشر زوی وو او په دې ادعا کښې يې زوی عبدالرحمٰن خان او ورور محمد اعظم خان هم ملاتړ کاوه.

امیر محمد افضل خان ته امیر شیر علي خان له ترکستان څخه کابل ته د راتلو بلنه ورکړه، کله چې امیر محمد افضل خان کابل د ورسېدی نو د امیر شیرعلي خان لخوا ونیول شو او بندخونې ته واچول شو خو زوی یې عبدالرحمٰن خان بخارا ته وتښتېدی.

کله چې په 1866 کال کښې امیر شيرعلي خان په کندهار کښې د محمد امین خان د بغاوت ځپلو په موخه کندهار ته ولاړ او هلته د محمد امین خان سره په جګړه بوخت شو نو محمد اعظم خان له بريټانیوي هند څخه د انګریزانو په ملاتړ پر بدخشان برید وکړ او عبدالرحمٰن خان له بخارا څخه افغانستان ته راغی، محمد اعظم خان د عبدالرحمٰن خان په ملتیا کابل ته ننوتی او امیر محمد افضل خان یې له بندخونې څخه خوشي کړ.

امیر محمد افضل له بندخونې څخه د وتلو سره سم په کابل کښې ځان د افغانستان امیر اعلان کړ.

امیر محمد افضل خان د انګریزانو پلوی وو او انګریزانو دده د حکومت د اعلان سره سم کابل ته خپل سیاسي استازی را ولېږی او خپل سیاسي استازولې یې پرانیستله.

امیر محمد افضل خان یو کال په پلازمینه کښې د افغانستان امیر وو او په 1867 زېږدیز کال کښې د وبا ناروغۍ له امله وفات او په شهدای صالحین کښې خاورو ته وسپارل شو.

زړګی کندهاری