Home خانه

وزیر محمدګل خان مومند رحمه الله!

وزیر محمدګل خان مومند رحمه الله!

605186730 859797400171985 3412937723566134522 nوزیر محمدګل خان مومند د محمد خورشيد خان زوى د مومندخان لمسی او د عبدالكريم خان كړوسی وو چې په 1884 زېږدیز کال کښې د کابل ولایت د اندرابیو په کوڅه کښې يې دې نړۍ ته سترګي وغړولې.

نوموړی په خټه د مومندو ټبر د ودیزیو پرګنې د حسنخیلو له څانګې څخه وو.

زدکړي!

لمړنۍ زدكړي يې په ځانګړې توګه وكړې او بيا په 1908 زېږدیز كال کښې د حربي ښوونځي په دویم ټولګي كښې شامل شو، په 1913 زېږدیز کال کښې يې د پنځه كالو په موده كښې خپله پوځي زدکړه سرته ورسوله.

دندي او سیاسي ژوند!

تر عسکري زدکړو وروسته د اردليانو په غونډ كښې د كوميدان په رتبه وټاكل شو چې دغه مهال يې هم شاهي ټولګي ته درس وركاوه او هم يې د حربي ښوونځي د سرښوونكي دنده ترسره كوله او ددغه چوپړ له مخې د سپهسالار صالح محمد خان د ياور په توګه وټاكل شو او بيا د شاهي ساتندویانو مشر شو.

يو څه مهال يې په تركيه كښې د افغان اسازولۍ د نظامي اتشه په توګه خپله دنده ترسره كړه، په 1921 زېږدیز كال کښې د غازي امیر امان الله خان رحمه الله د حکومت پر مهال د مجموعه عسكري د مجلې مدير شو چې د ملي دفاع وزارت لخوا خپرېده.

په 1924 زېږدیز كال کښې په پكتيا کښې د غازي امیر امان الله خان رحمه الله لخوا د ملي ځواکونو د مشر او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو او په 1927 زېږدیز کال كښې د مزار شريف د ملكي پلټنې د رييس په توګه او بيا د ننګرهار د ملي ځواکونو د مشر په توګه وټاكل شو.

د زوړ انګریز د مخفي اجنټ او قطاع الطریق حبیب الله کلکاني د اړودوړ پر مهال يې لمړی له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كښې له غازي محمد نادر شاه سره په كلكه ملا وتړله او په زړه پورې چوپړونه يې سرته ورسول.

وزیر محمدګل خان مومند د زوړ انګریز د غیرمستقیم اشغال څخه د هېواد تر نجات وروسته د لمړي وزیر سردار محمد هاشم خان په كابينه كښې د كورنيو چارو د وزير په توګه وټاكل شو خو ورسره يې لمړی په ننګرهار ولايت كښې او بيا په پروان ولايت كښې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې، کله چې یې په دغو ولايتونو كښې بشپړه كرارې راوستله، نو په 1932 زېږدیز كال کښې د لوی كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو.

په 1934 زېږدیز کال كښې د قطغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظیمه رييس په توګه وټاكل شو.

وزیر محمدګل خان مومند په هر ځاى كښې خپله اسلامي او هېوادنۍ دنده په بشپړه ايماندارۍ ترسره كوله او د خپلو ښو چوپړونو له مخې د لمر په اعلى لوړ نښان ونازول شو.

تر دې وروسته يې نور ژوند د پښتو ژبې په علمي او ادبي چوپړ كښې تېر كړ.

نوموړی تر 1327 لمریز كال پورې په سمنګان كښې اوسېدی چې بيا په همدغه كال د شاه محمود خان د صدارت په مهال كښې كابل ته راغى او پاتې ژوند يې په كابل او ننګرهار كښې په خپله خوښه تېراوه، څو ژمي يې د كونړ په نرنګ اولسوالۍ كښې او نور ژمي يې په خپل اصلي ټاټوبي ګولايي كښې تېر كړل، خو په اوړي كښې به تل په كابل کښې وو، او په دې ډول يې د خپل كوچاني ژوند كړۍ هم ټينګه ساتله.

اروا ښاد وزیر محمدګل خان مومند په 1334 لمریز كال کښې د لويې جرګې د رييس په توګه غوره شو او خپله ملي هېوادنۍ دنده يې په ښه ډول ترسره كړه.

ادبي ژوند او ليکنې!

پښتو سيند [پښتو قاموس].

د پښتو د ژبې لياره [پښتو صرف او نحوه].

لنډه كۍ پښتو [د نظرياتو مجموعه].

پښتني روزنه [تعليم او تربيه].

پښتو او پښتونواله [پښتني فرهنګ].

د پښتو لويه نحوه [معاني او بيان].

د پخلي ډولونه [د پخلي ښوونه].

وزیر محمدګل خان مومند د خپل ژوند په لړ كښې خورا ډېر علمي او عمراني چوپړونه كړي دي لکه! په کندهار ښار كښې د محمديه مدرسې رامنځته کول، د پښتو د ادبي ټولنې جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيو ودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه، د ملي قائد حاجي ميرويس خان نيكه رحمه الله د مزار وداني، د سړكونو او لارو وداني او داسي نور...

اخلاق او شخصيت يې!

په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد وزیر محمدګل خان مومند د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن وو، پر مذهبي آرونو ټينګ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مَيَن وو، د پښتانه له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته وو، د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولۍ يو لوى ښوونځی وو، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتو کېدل يې بد ګڼل، د ده په وجود كښې عسكريت، سياسي پوهه او ادب ټول رايو ځاى شوي وو او په دغو ټولو برخو كښي يې عملي ونډه اخيستې وه، له همدې امله په هېواد كښې د يو ملي شخصيت په توګه پېژندل شوی دی.

اروا ښاد مومند د يوې نه بدلېدونكي ګروهي څښتن وو، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كښې پر خپل هوډ، ننګ، پښتو او پښتونواله لكه غر ټينګ ولاړ وو، ده لكه د اولنیو او پخوانیو مېړنيو پښتنو غوندې د پيسو پر ځاى كيسې ګټلې او په دولت او پيسو پسې دومره نه ګرځېدى، همدا لامل وو چې تل به د كابل په يوه كرايي كور كښې اوسېدی او تر مړېنې هم په كابل كښې د كوم كورګي څښتن نه شو، تر دې چي سا يې هم په بل او د کرايې په كور كښې وختله او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز ګڼل كېداى شي.

مومند پر نورو ښېګڼو سربېره يو ځواكمن خطيب او ويناوال هم وو، په ويناوو كښې يې پوره فصاحت، ډېر جرئت او ځواكمن منطق شتون درلود، هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه نه دی اوښتی.

پوهنيز او ادبي چوپړونه!

اروا ښاد مومند پر سياسي او عسكري چوپړونو سربېره په پوهنيزه او ادبي برخه كښې هم پاخه بنسټونه ايښي دي او د پښتو ژبې د ژوندانه لپاره يې لوى لوى چوپړنه كړي دي، كله چې د كندهار تنظيمه رئيس وو نو هلته يې د غازي محمد نادرشاه په اراده په 1311 لمريز كال كښې د کندهار پښتو ټولنې لمړۍ ډبره كښېښوده چې بيا همدغه ټولنه كابل ته وغوښتل شوه او د كابل له ادبي ټولنې سره يو ځاى شوه چې وروسته بيا پښتو ټولنه ورڅخه جوړه شوه.

وزیر محمدګل خان مومند په كندهار كښې هم رسمي دفترونه په پښتو اړولي ول، چې وروسته بيا چا دغه لار ټينګه نه كړاى شوه، په كندهار كښې يې ډېر زلميان وروزل او د پښتو د چوپړ لپاره يې ډګر ته راوايستل، د كندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو واوښت، د ده نيت او ارادې ډېر مهال د پښتو د ژوند او پرمختګ سره زياته مرسته كړې ده او تل يې د پښتو د لوړتيا هيله په رسمي او ځاني ډول ښه پاللې ده.

د ده لمړى پوهنيز چوپړ له [پښتو سيند] څخه پيلېږي، د دې قاموس د ليكلو لپاره د لغتونو په راټولولو له پخوا څخه بوخت وو، خو د كتاب په بڼه په 1316 ھ لمريز كال كښې د كابل په عمومي چاپخونه كښې ولیکل شو، دغه قاموس دوه ټوكه دى چې 765 مخونه لري، په دې قاموس ډېر زيار كښل شوى او پر پارسي باندې د پښتو يو ارزښتمن سيند ګڼل كېږي.

[پښتو ليار] دا د پښتو ژبې يو ګرامر دى چې په پښتو ليكل شوى او په 1317 ھ لمريز كال په لاهور كښې د عبدالعظيم ساپي په اهتمام چاپ شوى دی، په دې ګرامر كښې داسي نوي څېړنې راغلې چي په پخوانیو هغو كښې نه وې، په پاى كښې د مصدرونو يو بشپړ نيوليك لري، چې مخونه يې 400 ته رسېږي.

د اروا ښاد مومند ډیره بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كښې وه، تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نااشنا لغاتو پوښتنې كولې، تل به قلم او كاغذ ورسره وو چې نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكی، ګډه وډه او ناوړه پښتو يې نه خوښېده، چا چې به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى.

مړينه!

دغه ننګيالی توريالی نومیالی خبرلوڅ او جرګه مار پښتون د 1343 لمریز كال د زمری مياشتې په 27 مه نېټه د درېنۍ [سې شنبې] په ورځ د سهار پر اتو بجو د بريكوټ په يوه كرايي كور كښې له دې نېمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پوټي كړې او د حکومت لخوا په بشپړه درناوي د كابل ولایت د شهداى صالحينو په هديره كښې خاورو ته وسپارل شو.

دده په جنازه كښې د كابل لوى، لوى سیاسي، حکومتي، ملكي او نظامي جګپوړو مامورينو او نورو ډېرو دده مینوالو برخه اخيستې وه.

فاتحه يې د پوهنې وزارت لخوا د زمری میاشتې په 28 مه او 29 مه نېټه د شېرپور په جامع جومات كښې واخيستل شوه چې په دې فاتحه كښې د وخت واكمن محمد ظاهر شاه او دهغه د کورنۍ غړو او مشرانو هم ګډون كړی وو.

د وزیر محمدګل خان مومند څخه يواځې يوه لور پاتي شوه چې نوموړي په خپل ژوند کښې د لالپورې صالح محمد تركزي ته وركړې وه او نور اولادونه یې نه درلودل.

زړګی کندهاری