Home خانه

د افغانستان د ۴۷ کلن بحران د پیل دوه توری ورځې!

د افغانستان د ۴۷ کلن بحران د پیل دوه توری ورځې!

Screenshot 2025 12 27 114725A۶ د جدي په ګران هیواد د شوروي د یرغل توره ورځ ده لومړی توره ورځ د ۱۳۵۷ کال د غویي ۷ د خلقیانو او پرچمیانو کرغیړنه کودتا دوهمی توری ورځی ۱۳۵۸ کال ۶ د جدي ته زمینه سازي او لاره هوارول وو.

خلقیان او پرچمیان د ګران هیواد دتیرو ۴۷ کلونو د ټولو بد مرغیو، انقلابونو، ویجاړیو، وژنو او وروسته پاتی والي مسؤلین دي.

روسانو لومړی د ظاهر شاه او داود خان د واکمنیو پرمهال خلقیان او پرچمیان رامنځته، مادي او کمونستي مفکوروي لحاظ یی وروزل، د بیلابیلو برسونو او زدکړه ایزو پلانونو د لاری یی روسی ته غوښتل، د وخت د حکومتونو په مهمو او کلیدي بستونو کی یی ځای د مختلفو لارو و ګمارل.

پر ظاهرشاه هم حقیقت کی کودتا د داؤد نه بلکه د همدی خلقیانو او پرچمیانو د لوری ترسره شوه، د دی لپاره چی په هیواد کی شاهي واکمني ۴ لسیزی دوام کړی وو نو چی ملت د کودتا خلاف ونکړي د پردی مخی ته یی داؤد خو د پردی ترشاه حقیقی هدف واک ته د خلق او پرچم د اجیرو ډلو رسول وو چی تر پایه دابرنامه ډیره ښه پر مه لاړه او بلاخره په ۱۳۵۸ کال د جدي په ۶ روسانو د ببرک کارمل او نورو خلقي او پرچمي ډلو په ملتیا په ګران هیواد مستقیم یرغل وکړ.

په لکونو سری لښکری، د سلګونو هوایی جیټ، هلیکپترو او نورو طیارو او زرګونو ځمکنیو ټانکونو او توپخانو او نظامي ځواک سره یی زموږ د ملت خړی کلاګانی، سړکونو او تاسیسات بمبار او يه توپونو و ویشتل،انسانان څه چی پرنباتاتو او حیواناتو یی هم هیڅ نوعه ظلم دریغ نکړ، ملت یی مهاجرت ته مجبور او د دوی په لاس بل شوي اور کی تر ننه ملت سوځي.

خلقیان، پرچمیان، سیکولران او د هغوی اوسنی نسل تر اوسه د خپلی ملحدی او باطلی عقیدی او حسد له مخی د مجاهیدینو پسی تبلیغات کوي خو د خپلو پلرونو او بادارانو پر جنایاتو سترګی پټوي!

په ۶ دجدي او د روسانو دتیري ورځی په غندلو مو ولی خولی ګنډلی او سترګی پټی کړي؟

د تیر ااا دواکمنۍ پر مهال به دا ورځ د ااا او ولس له لوری په ملي کچه غندل کیده، نو د ااا د اوسنیو مسؤلینو مو هیله ده چی د ۷ د ثور او ۶ د جدي د غندلو او ۸ د ثور د بریا ورځی د تجلیل او اوځوان نسل د ویښتابه لپاره دی په ملي کچه برنامی جوړی کړي ترڅو ځوان نسل د هیواد اصلي دشمنان او د بحران اصلي عاملین و پیژني

#امان الله میاه خیل .