حاجي جمال خان بارکزی!
حاجي جمال خال خان بارکزی د حاجي محمد یوسف خان زوی د محمد سرور خان یارو لمسی، د یعقوب خان کړوسی او د اختیار خان کوسی وو چې د اوسني هلمند ولایت د ګرشک اولسوالۍ په مالګیر سیمه کښې په 1684 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو.
د نوموړي پلار د ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د حکومت پر مهال د بارکزیو د ټبر مشر وو.
په افغانستان کښې دوې سمسوري او نوموتي ناوې شتون لري چې يوه د غزني ولایت د تره کو د ټبر ناوه ده، او بله د هلمند ولایت د بارکزو ناوه بلل کېږي چې د حاجي جمال خان بارکزي او دده د کورنۍ کره ټاټوبی دی، بارکزي له کوټې او ګلستان څخه تر فراه او هرات پوري په پراخه کچه آباد دي چې تر کاکړانو او سلیمانخیلو وروسته د پښتنو درېیم لوی ټبر دی.
د حاجي جمال خال خان بارکزي د کورنۍ مخینه!
د حاجي جمال خال خان بارکزي پلرونه او نیکونه له 1600 زېږدیزو کالونو څخه د بارکزیو د ټبر د مشرانو مشران ول او د مشرۍ مرکز یې د ګرشک د بارکزو ناوه وو.
د حاجي جمال خان بارکزي لمړی نيکه چې د بارکزیو د ټبر مشر وو، هغه محمد نومېدی چې په محمد نیکه پېژندل شوی وو او د بارکزیو د نورالدینزیو له ښاخ څخه وو، محمد نیکه په 1591 زېږدیز کال کښې د هلمند ولایت په ګرشک اولسوالۍ کښې زېږېدلی وو او تر ځوانېدو وروسته تر مړېنې 1661 زېږدیز کال پوري د بارکزیو د ټبر مشر وو، همدا محمد نیکه د محمدزیو د کورنۍ سرښاخ دی او ټوله محمدزي دده زېږنده دي.
په ابدالیانو کښې د پوپلزیو او بارکزیو ترمنځ، له پیل څخه او تر اوسه په غټه کچه (د ابدالیانو) د مشرۍ پر سر د یو بل نه منلو کشاله روانه وه او ده، دا کشاله هغه مهال په وژنو او دښمنۍ واوښته چې د بارکزیو مشر محمد د اوسني کندهار ولایت د ارغستان اولسوالۍ په سویل ختیځ کښې د پوپلزیو د ټبر پر مرکز بريد وکړ او پدې جګړه کښې پوپلزیو د محمد ترڅنګ ډیر بارکزي ووژل، پوپلزیو د محمد او دهغه د ملګرو مړي بارکزیو ته و نه سپارل او هملته یې چې اوس یې د [سندرزو/برج کلی] بولي ښخ کړل.
د حاجي جمال خال خان بارکزي د سیاسي ژوند پیل!
د نوموړي د پلار محمد یوسف خان تر مړېنې وروسته د بارکزیو د ټبر مشر حاجي جمال خان بارکزی وټاکل شو.
کله چې نادر افشار په هرات کښې د ابدالیانو خپلواک ریاست نسکور کړ او په کندهار کښې یې د هوتکو د واکمنۍ پلازمېنه له منځه یووړه او افغان سیمي یې تر خپل واک لاندي کړې نو په شمال ختیځ افغانستان کښې یې زین خان مومند د ټبرونو او پرګنو د مشر په توګه ومنی او په سویل او سویل لوېدیځ افغانستان کښې یې حاجي جمال خان بارکزی د ټبریز مشر په توګه ومنی.
کله چي په 1747 زېږدیز کال کښې افغانانو د کندهار د (شېر سرخ) په جرګه کښي د نوي افغانستان د مشر د غوره کولو پرېکړه کوله نو حاجي جمال خان بارکزی یو له هغو مشرانو څخه وو چې د جرګې نیم غړي یې پلویان ول چې حاجي جمال خان بارکزی د واکمن په توګه غوره کړي. په جرګه کښې د نورو ټبرونو مشرانو هم ځانونه د واکمن کېدو وړ بلل خو یواځنی څوك چې د واکمنۍ غوښتنه یې نه کوله او غلی ناست وو ترڅو د جرګې د پرېکړې لمخي هرڅوك چې واکمن غوره شي او نوموړی یې د لښکر د سپهسالار په توګه نظامي چاري مخته یوسي، هغه پنځویشت کلن ځوان احمدخان ابدالي وو. جرګه تر یوې اونۍ اوږده شوه، ځکه چې د ټبرونو مشران د واک پر مشرۍ نه سره یوه خوله کېدل او د هر یو ټبر مشر غوښتل چې واکمن شي. په جرګه کښې تر ډیرو خبرو اترو وروسته نهمه ورځ د جرګې غړو دا پرېکړه وکړه چې د واکمن د غوره کولو واک د شېرسرخ د زیارت ملنګ او روحاني مشر پیر صابرشاه ته ورکوي او نوموړي روحاني مشر چې هرڅوك غوره کړ نو د جرګې ټول غړي به یې مني. روحاني مشر پير صابرشاه پر هغه ځوان لاس کښېښود چې د جرګې په ټولو ورځو کښې غلی او ناپېیلی ناست وو، لکه احمدخان ابدالي؟ د جرګې ټولو غړو د تکبیر په ولولو د روحاني مشر پیر صابرشاه ټاکنه بدرګه او ومنله او لمړی څوك چې نوي واکمن ځوان احمدشاه ابدالي ته یې د بیعت لاس ورکړ هغه حاجي جمال خان بارکزی وو.
لوی احمدشاه ابدالي بابا رحمه الله د خپلې واکمنۍ پر مهال د پښتنو د څلورو سرښاخونو لکه کرلاڼیو، بېټنیو، غرغښتیو او سربڼیو د هر ټبر لپاره یو یو مشر وټاکی، چې په دغه لړ کښې د سربڼیو د ابدالیانو د ښاخ د بارکزیو د ټبر د مشرانو مشر او خپل سلاکار یې حاجي جمال خان بارکزی وټاکی.
په افغانستان کښې له 1823 زېږدیز کال څخه، تر 1978 زېږدیز کال پوري، پرته له شاه شجاع الملک دُراني او بچه سقاو حبیب الله کلکاني، نور ټول د افغانستان د حکومتونو مشران او ځیني نوموتي څهرې، لکه امیر دوست محمد خان بارکزی (امیر کبیر)، سردار شېردل خان، مهردل خان، سردار کهندل خان، غازي وزیر محمد اکبر خان، امیر شیرعلي خان، امیر محمد افضل خان، امیر محمد اعظم خان، امیر محمد یعقوب خان، امیر موسٰی جان، غازي غلام محمد خان طرزي، فاتح میوند غازي سردار محمد ایوب خان، امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، سردار نصر الله خان، علامه محمود طرزي، غازي امان الله خان، امیر عنایت الله خان، محمد نادر شاه، لمړی وزیر محمد هاشم خان، مارشال شاولي خان، لمړی وزیر شاه محمود خان، سردار محمد عزیز خان، محمد ظاهرشاه، د عدم تشدد د فلسفې سرلاری خان عبدالغفارخان پاچاخان، په افغانستان کښې د جمهوري نظام بنسټ ایښودونکی او د افغانستان لمړی جمهوررئیس سردار محمد داؤد خان، خان عبدالولي خان، فلسفي شاعر غني خان... د حاجي جمال خان بارکزي زېږنده او اولادونه دي.
د یادونې وړ ده چې د څه مودې لپاره د تېمورشاه دُراني لمړی وزیر او د بارکزیو د ټبر مشر سردار پاینده محمد خان بارکزی، او د شاه محمود دُراني لمړي وزیر فتح خان هم د حاجي جمال خان بارکزي زوی او لمسی ول.
حاجي جمال خان بارکزي دوې ښځې په نکاح کړي وې چې یوه یې غرغښتۍ وه او بله یې ابدالي وه. نوموړي څلور زامن او یوه لور درلودل، چې هارون خان (عبدالحبيب خان سخي)، بهادر خان (حاجي دروېش)، سردار رحيمداد خان (چي له 1771 زېږدیز کال څخه تر 1774 زېږدیز کال پوري د بارکزيو د ټبر مشر وو او د سلطان محمد بارکزي لقب يې ترلاسه کړی وو) د هغې مېرمنې زامن ول چې د ابدالیانو د بارکزیو له ټبر څخه وه. او د غرغښتۍ مېرمنې څخه یې یوه لور چې تېمورشاه دُراني نکاح ورسره کړې وه او یو زوی امير الامرا سردار پاينده محمد خان بارکزی وو چې د محمدزیو د کورنۍ هغه مشران ټول دده زېږنده وه چې د حکومتونو مشران ول.
حاجي جمال خان بارکزي يو ورور هم درلودی چي زبير خان نومېدی.
حاجي جمال خان بارکزي نژدې 23 کالونه د لوی احمدشاه ابدالي بابا رحمه الله د یو ځېرک هوښیا او ښه سلاکار په توګه چاري مخته یووړې او د ژوند په وروستیو کښې يې د بیت الله شریف حج هم وکړ او تر حج کولو څه موده وروسته په 1770 زېږدیز کال کښې تر 86 کالونو ژوند کولو وروسته په کندهار کښې وفات شو او د کندهار ښار سویل ته د ډنډ په اولسوالۍ کښې خاوروته وسپارل شو.
اروا یې ښاد او یادونه دې تلپاتي وي، آمین