Home خانه

افغانان دي هيڅکله دا جنايت هير نه کړي!

افغانان دي هيڅکله دا جنايت هير نه کړي!

Screenshot 2025 12 22 212104AAد افغانستان ملي موزيم سل کاله وړاندي افغان پاچا امير امان الله خان د خپلو هغو تاريخي اثارو په يو ځای کولو جوړ کړ چي خلګو په ډاليو کي ورکړی وه، کابل ته د مجاهدينو په ځانګړي ډول حزب وحدت تر ننوتلو مخکي د افغانستان ملي موزیم کي د سل زره په شمېر د اسلامي دورې اثارو تر څنګ د لسو زرو کلونو اثار موجود وه چي د حزب وحدت او نورو توپکيانو په لاس چور او بازارونه نن هم ترې ډک دي.

له ۲۰۰۱ع څخه تر اوسه زموږ د موزيم [۱۴۲۳۰] اثار بيرته موزيم ته راغلي چي ۴۳۸۲ ئې له ډنمارکه او ۲۱۴ ئې له اسلام اباده څخه تر لاسه سوي دي.

په دې ورستيو کلونو کي د [قومندان عبدل تارک په نامه کس چي د د فاع د وزير [احمدشاه مسعود] د باور وړ کس او موټر چلونکی وو، د کورنيو جکړو پر مهال د ميوزيم له دې برخي څخه د شاه امان الله یو ډول [Austin-A135 ] ګاډۍ د غنیمت مال په بڼه د خپل ځان سره پنجشیر ته بوتله، چي د [۲۰۱۶ع ] تر مني پوري د هغه په کور کي ولاړه وه چي بيا وروسته اجرايه ريس ډاکټر عبدالله د زړې ملګرتيا پر بنسټ هغه موټر ميوزيم ته راوړ او اوس د موټر پر مخ ليکل سوی"د اجرايه ريس ډاکټر عبدالله ډالۍ".

تر اوسه هیڅوک نه پوهېږي چي دغه په لسګونو زره تاريخي اثار چا او چيري يوړه؟

خو باخبر خلګ اوس هم دغه ګران بیه آثار د جهادي قومندانانو سره بولي؟!

عکسونه:

د افغانسان ملي موزيم، کابل ۱۹۹۲ع کال

دا وخت د موزيم چاري د حزب وحدت په لاس کي وې. اول عکس کي د قومندان شفيع دېواله ملګری [ليلا قومندان] ښکاري

زړګی کندهاری