Home خانه

پنجاب پوځی رژیم د سقوط په درشل کی

پنجاب پوځی رژیم د سقوط په درشل کی

Screenshot 2025 12 22 131717Aد افغانستان نه د امریکایي قواوو د وتلونه بعد به دلته چې کله هم موږ د امریکایانو سره مخ شولو که به هغه نظامي کس وو، سیاسي او عادي نو د ټولو د ژبې په سر به د پاکستان نه نفرت او د پاکستان په دوه مخي سیاست به یې خبرې کولې.

حتی یو جنرال یې په کنفرانس دا خبره وکړه چې پاکستاني ته شل ډالر ورکړه خپله مېرمن په کټ کې درته پرېږدي.

ډانلډ ټرمپ خو به همیشه دا ویل چې د پاکستان جنرالان دوه مخي منافقان دي او د موږ نه یې ۳۳ بېلیونه ډالر واخېستل د ترورېزم په نامه خو اخر اسامه هم د دوی د نظامي قرار ګاه په څنګ پیدا شو!

اخر څه وشول چې پاکستاني جنرالان د ډانلډ ټرمپ د خوښې جنرالان جوړ شول او امریکایان د پاکستان دوستان شول؟؟

هغه پاکستان چې پدې تېرو لسیزو کې یې د اسلام او جهاد په نامه ترورېزم پخش کولو د شرعیت نفاذ یې په سیمه کې غوښت ولې یې پالیسي په دې تېرو پنځو کلونو کې داسلام او عالمانو ضد شوله ؟

ډېر هغه عالمان یې شهیدان کړل چې حق ویونکي وو، ډېر یې په لواطت، زنا او شرابو بدنام کړل ویدیوګانې یې نشر کړلې ترڅو دا نور وویروي چې د دوی په طرفداری فتوا وې ورکړي او هره ناروا ورته رواه کړي. .

اصېف منیر د ټول واکی واک تر لاسه کوي خو بیا هم د ډانلډ ټرمپ د خوښې جنرال دی؟؟

که په هر عمل او اقدام اصیف منیر مرتکب شي د پاکستان هېڅ محکمهٔ یې نشي محکمه کولای!؟

تنها اسراییل او پاکستان ډانلډ ټرمپ ته د صلحې نوبل جایزه غواړي؟؟

خو اوس کوم څه دي چې پټ روان دي چې پاکستان دچین په شان دوست هېواد ته شاه کوي او د امرېکې دوست کیږي؟؟!

او ولې یې په داخل کې بیا ملایانو ته مخه کړه؟؟ همدغه فوج عالمان شهیدان کړل، مدرسې یې بندې کړې ، مسجدونه یې ړنګ کړل، طالب ته فتنةالخوارج وایې د شرعیت مخالف دي خو بیا هم یوڅو درباري ملایان ددوی په حق کې فتوا ورکوي او د مدرسې طالبان د دوی یو غږ ته اماده کول غواړي. ؟؟

دا ټول ګېم د امرېکې د پروژو د تطبیق دپاره روان دی ځکه امریکا نه غواړي داسیمه ارامه وي خصوصأ افغانستان!!

ځکه افغانستان د اسیا زړه دی د افغانستان ارامي دټولې اسیا ارامي ده او د افغانستان جنجال دټولې اسیا حنجال دی.

که په افغانستان کې امن تل پاتې شو د امرېکې ګټې په سیمه کې ختمیګي!!