دا سړی هم وپېژنئ!
دا سړی بصیر سالنګي نومېږي. اوس لګیا وي؛ بهرنیو هېوادونو کې د احمد مسعود په مشري د تش په نامه مقاومت لپاره لابي ګري کوي. د جمهوریت له سقوط وروسته پنجشېر ته ولاړ. کله چې هلته د ماتې سره مخ شول، تاجکستان ته وتښتېد.
بصیر سالنګي د پروان والي او کابل، میدان وردګ قومندان د آمنیې پاته شوی. ځینې نورې دندې یې هم کړي. سالنګي هم بېخي ډېر اداري او هم اخلاقي فساد کړی. د ټولو لیکل په یوه فېسبوکي پوسټ کې نه لیکل کېږي، خو زه یې درې کیسې درته لیکم.
کله چې د کابل قومندان د آمنیې ؤ. په کابل کې د شېرپور په سیمه کې یې ٣٠٠ د بې وزلو خلکو خامه کورونه ړنګ کړل، ځایونه یې غصب کړل، هغه سیمې یې د نظار شورا لوړ پوړو چارواکو ته تخلیه کړې، دوی لوړ منزلونه پرې جوړ کړل. حتا هغه مهال حقوق بشر هم نیوکې پرې وکړې، خو ځای یې ونه نیو.
دا عکس کې ژورنالیسټ وینئ؟ دا ځوان نصرت الله اقبال نومېد. هغه مهال یې یوه عادي لیکنه پر فېسبوک د سالنګي د فساد اړوند کړې وه، پخپله سالنګي پسې ورغلی ؤ، په رڼا ورځ یې په یو رسټورانټ کې را حصار کړ، ولس یې سیل کاؤ، په مرګ یې وواهه، وینې یې پرې را ماتې کړې، سالنګي د خپلو محافظینو سره ولاړ.
یو ځل یوه ځوانه سندرغاړې له غرب درغلې وه. رشتیا هم ښکلې ځواني لري. بیا سالنګي میدان هوایي ته غالبآ تر ١٠٠ نظامیانو د تشریفاتو لپاره ورلېږلي ؤ. حتا د میدان هوایي لار یې هم ورته بنده کړې وه. هغې سندرغاړې دوه شپې د سالنګي سره کړې وې، دی یې ښه خوشاله کړی ؤ. بیا سالنګي غالبآٙ ٤٠ محافظین د څو ضد د مرمۍ موټرو سره ورته تسلیم کړي ؤ، چې تر څو بیرته غرب ته ځې، دا نظامیان به دې محافظت کوي، افغانستان کې ګرځه.