Home خانه

شهیده ملالۍ څوک وه؟

شهیده ملالۍ څوک وه؟

599175076 880522731334277 3222302410871603663 n 2شهیده ملالۍ د میوند (چی‌په تاربخی سرچینو کې د Malalai of Maiwand په نوم یادیږي) د افغانستان یوه سترې زړې، ملي اتله او افسانوي څېره وه، چې د میوند په تاریخي جګړه کې یې د انګریز ځواکونو پر وړاندې ډېر مهم او برخلیک ټاکونکی رول ولوباوه.

د زېږون ځای

ملالۍ د ۱۸۶۱ میلادي کال شاوخوا د افغانستان د کندهار ولایت د خیګ په کلي کې زېږېدلې وه.

د زېږون او شهادت کال

د زېږون کال: شاوخوا ۱۸۶۱ میلادي

د شهادت کال: د ۱۸۸۰ میلادي کال د جنورۍ ۲۷مه

ملالۍ د شاوخوا ۱۸–۱۹ کلنۍ په عمر د میوند په جګړه کې د کندهار په میوند کې شهیده شوه.

ولې مشهوره ده؟

شهیده ملالۍ د خپل بې‌ساري زړورتیا او الهام‌بښونکي رول له امله د میوند په سپېڅلې جګړه کې مشهوره ده (چې دا جګړه د دوهم افغان انګریز جنګ برخه وه).

کله چې د افغانانو بیرغ‌وال د انګریز ځواکونو له‌خوا شهید شو او د افغان مجاهدینو مورال کمزوری شو، ملالۍ بیرغ پورته کړ او د پښتو په احساساتي شعرونو سره یې د افغان مجاهدینو روحیه بېرته پیاوړې کړه، هغوی ته یې نوې انرژي او انگیزه ورکړه او د بریا تر لاسته راوړلو پورې یې مرسته ورسره وکړه:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه، بې‌ننګۍ ته دې ساتینه

نن ورځ شهیده ملالۍ په افغانستان کې د زړورتیا، قربانۍ او مقاومت سمبول ګڼل کېږي. ګڼ مکتبونه، روغتونونه او نور عامه ځایونه د هغې په نوم نومول شوي دي.

همدارنګه، په لندن کې د میوند د جګړې یو موزیم شته چې پکې د جګړې پر مهال کارېدلې وسلې نندارې ته اېښودل شوي او د انګریزانو له‌خوا د ملالۍ یو انځور (نقاشي) هم پکې شته، چې ملالۍ پکې د همدې جګړې د اتلې په توګه معرفي شوې ده.

دا جګړه او د ملالۍ نوم د انګلستان په تاریخي حافظه کې هم ثبت شوی دی. هره ورځ سلګونه لیدونکي دې موزیم ته ورځي؛ کله چې انګریزان خپل تاریخ لولي، نو حتمي د دې موزیم لیدنه کوي او د دې اتلې افغانې ښځې انځور په خپل ذهن کې تلپاتې کوي.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې وي.