Home خانه

په لوګر کې د ښوونځي لپاره ځمکه ورکړل شوه

 خبرپاڼه دوشنبه، وږي دریمه نیټه 

logar pohani reasat 200a د لوګرد محمدآغې ولسوالی د آببازک د کلي یوه اوسیدونکي سیف الرحمن خپله درې جربیه ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره ډالۍ کړه. 
پردغې ډالۍ شوې ځمکه به په نوموړي کلي کې د بي بي آمنې په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شي او سلګونه نجونو ته به د زده کړې لازم ښوونیزچاپیریال برابره کړي.

د نجونو دغه لومړنۍ ښوونځی د سږکال په لومړیو کې نوی تاسیس شوی او اوس مهال شاوخوا ۱۴۵ تنه نجونې په کې په زده کړو بوختې دي. 
د یادونې وړده ، چې په لوګرکې تردې مخکې هم ډیر شمیر خلکو خپلې شخصي ځمکې د ښوونځیو د جوړولو لپاره ډالۍ کړي دي.

په درنښت 
 دلوګردپوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر