Home خانه

د استخباراتو لوی ریاست مرستیال، مولوي تاجمیر جواد وینا

د استخباراتو لوی ریاست مرستیال، مولوي تاجمیر جواد وینا

598573929 1381946990093982 2398740574169934852 nد افغانستان د استخباراتو لوی ریاست مرستیال، مولوي تاجمیر جواد، د یوې مدرسې د فراغت په غونډه کې ویلي چې ځینې داخلي او بهرني کړۍ نه غواړي په افغانستان کې د اسلامي شرعي نظام تر چتر لاندې رامنځته شوی عدالت، سرتاسری امنیت او د سوکالۍ او پرمختګ پر لور روان ګړندي ګامونه وویني.

نوموړي زیاته کړې چې دغه کړۍ د بېلابېلو بهانو له لارې هڅه کوي افغانستان ته ستونزې او مشکلات پیدا کړي.

مولوي تاجمیر جواد ټینګار کړی چې دوی د اسلامي شریعت د لارښوونو او د هېواد د ملي مصالحو په رڼا کې د سیمه‌ییز امنیت او ثبات ساتلو ته ژمن دي.