Home خانه

لوړ پوړي پوځي جنرال فیض حمید ته د عاصم منیر په حکمراني کي ولې سزا ورکول کیږي؟

لوړ پوړي پوځي جنرال فیض حمید ته د عاصم منیر په حکمراني کي ولې سزا ورکول کیږي؟

595624496 122147205500903241 4993063718523798077 nAد برتانوي پوځ له لوري را منځته شوی پاکستانی پوځ او استخبارات د جوړېدو له نیټې راهیسې تر دې دمه په زور او جبر باور لري.

د پاکستاني پوځي جنرالانو تېرو کړنو ته په کتو، دوی هغه وخت په نورو جنرالانو او سیاسیونو بې رحمه بریدونه کړي او یا یې زنداني کړي چې د حاکمې پوځې کړۍ شخصي او ناروا ګټې یې ګواښلې دي.

جنرال فیض حمید چې د پاکستاني استخباراتو پخوانی مشر او لوړ پوړی جنرال دی، هم د ظالمانو مسبتدو جنرالانو په ظالمانه لومه کې د دې له امله ګیر شوی دی چې نوموړي د پوځ د اوسني مشر جنرال عاصم منیر د استبدادي پالیسیو سره بشپړ مخالفت درلود او د جنرال نعمان زکریا په ګډون یې د هغو جنرالانو سره چې د عاصم منیر مخالفین دي، د عاصم منیر د ظالمانه کړنو خلاف د تصمیم نیولو پلان جوړاوه.

جنرال فیض حمید چې لږه موده وړاندې یې په پوځ کې مهمه دنده درلوده او زیات واک او ځواک یې درلود، مګر اوس د عاصم منیر د ظالمانه کړنو سره د مخالفت له کبله د عمران خان په څېر یو بندي دی او د وژلو د ګواښ سره مخ دی.

دا یواځې جنرال فیض حمید نه دی چې د عاصم منیر او پوځ کې د حاکمې شریرې کړۍ سره د مخالفت له امله د سختې سزا سره مخ کیږي، بلکې د ټیټې کچې لسګونه نور پوځي مشران هم زنداني شوي دي او ویل کیږي چې د عاصم منیر له لوري به یو شمېر نور پوځي جنرالان هم زنداني کړل شي.

#خراسان_غږ