د کندهار د شهیدانو چوک تاریخچه
د شهیدانو چوک يا د هرات دروازه په پخواني اسنادو کي د میوند یادګار په نامه هم پېژندل کېدی د کندهار ښار په منځ کي یو تاریخي ګومبده ده هغه وخت چې انگرېزانو د لومړي ځل لپاره (اپريل ١٨٣٩) افغانستان تر اشغال لاندي راوستئ نو د ملك په بېلا بېلو ښارو كي جنگونه ورسره كېدل او دغو جنگونو كرار كرار شدت پيدا كړ او غازيانو د افغانستان په لويو ښارو كي پر انگرېزانو باندي شپه او ورڂ يوه كړې وه او دوئ د خپل اشغال په ټوله موده کې د هېواد په ګوټ ګوټ كې د افغانانو د پرله پسې بریدونو نه په عذاب وه په پائ كي هغه وخت چې سردار محمداكبر خان د انگرېزانو سياسي نماينده ويليم مكناټن په كابل كي وواژه.
نو انگرېزانو د افغانستان څخه وتلو ته غاړه كښېښودله په هلمند او كندهار كې هم جنگونو ادامه درلوده چه په هلمند كي د اختر محمد خان عليزي حملې پر انگرېزانو باندي او د نوموړي غازي جنګونه د يادوني او افتخار وړ دی په كندهار كي انگرېزي یرغلګرو د خپل درې كلن اشغال آخري اوه يا اته مياشتي په كلابندۍ كي تېرى كړې چې ڂانونه د غازيانو له بریدونو وساتي په كندهار كې انگرېزانو د جنرال ناټ په مشرۍ خپل عسكر او قواوي و احمدشاهي كلا ته ننه ايستلې د ښار اكثريت ڂوانان او نارينه يئ د ښاره وايستله او د ښار دروازې يې په ڂانو پسى وتړلې او د ١٨۴۲ د پسرلي د پیل نه تر مني پوري ښار كلابند ؤ خو پر هغه سربېره كندهاريان د ښار دباندې پر آرامه نه پرېښوله او پر برجو او دروازو به يې حملې كولې كلابندو انگرېزي ځواکونو د هندوستان او كابل څخه د تازه دمه عسكرو و رارسېدلو ته انتظار ايستلئ وو خو په ضمن كي يې د كندهاري آزادي خواهانو او غازيانو د حملو په پایله كي په زرو عسكر د لاسه وركړي وه او يواڂي درې زره اوښان يئ د كندهاري جنگياليو په لاس ورغلي وو ويل كېږي چې د دغه جنگي كلابندی په يوه شپه د افغان آزادي غوښتونکو يوې څلوېښت كسيزه ډلې د هرات پر دروازه باندې چې د انگرېزي ځواکونو لخوا يئ ساتنه كېدله. حمله وكړه او دروازې ته يې اور واچاوه د كلا د برجونو څخه انگرېزانو د توپكو او توپونو گولۍ پر واورولې او د يوه ملا په شمول يې ۴١ تنه غازيان افغانان شهيدان كړه او په هغه وخت كي خلکو تر هرات دروازې د باندي په يوه لويه شامۍ كي ښخ كړه. په ۱۳۲۸ شمسى (۱۹۴۹) كال د افغانستان د دولت لخوا د دغو پاكو شهيدانو په ياد دغه ګنبده او دايروي چوک جوړ سو چې پر شا او خوا يې د ميوند په جنگ كي نيول سوى توپونه هم ودرول سول او د شهيدانو د چوک په نامه مشهوره سو.
زړګی کندهاری