Home خانه

حفیظ الله امین څوک و

حفیظ الله امین څوک و

599929226 851269194358139 2036455934499128368 nحفیظ الله امین د حبيب الله خروټي زوی په (۱۳۰۸) هجري شمسي د کابل په پغمان ولسوالۍ کي زېږېدلی، ابتدايي زده کړي يې د ابن سينا په لېسه کي تر سره کړي دي او د دارالمعلمين څخه فارغ سوی دی بيرته د همدې ابن سينا لېسې او دارالمعلمين مدير په توګه مقرر سو.

لېسانس يې د ښووني او روزني په پوهنځۍ کي تر سره کړ او د ماسټرۍ لپاره امريکا ته ولاړی په (۱۳۴۲) هجري شمسي کال په کولمبيا کي د محصلينو د اتحاديې د مشر په توګه مقرر سو.

په (۱۳۴۴) هجري شمسي کال افغانستان ته راغلی د نظامي کمېټې د جلب او جذب مسؤل وټاکل سو.

د (۱۳۵۷) هجري شمسي د ثور د اوومي کودتا څخه وروسته د افغانستان د صدراعظم معاون او خارجه وزير وټاکل سو.

د سنبلې په پنځه ويشتمه د (۱۳۵۸) هجري شمسي د تره کي له وژل کېدو وروسته جمهور رئیس وټاکل سو.

د خلکو د تېر ايستلو لپاره دولس زره سياسي بنديانو د شهادت لست د پلچرخي د زندان په دیواله کي ځوړند کړ، چي د هر يوه په وينو د همدې امين لاسونه سره وه، مګر افغان مسلمان ولس ته داسي ښوده چي داغه قتلونه يوازي تره کي کړي دي او بل دا چي نوموړي د معصونیت، عدالت او قانونیت شعارونه پيل کړه، چي روسان هم ځيني مايوسه سوه.

هماغه وو چي د دریو میاشتو له حکومت کولو وروسته شورویانو هغه وواژه او پر ځای يې ببرک کارمل د ۱۵۰۰۰۰ روسي عسکرو سره له روسیې څخه کابل ته د شپې راورسېد، دلته خلکو د ثاني شاه شجاع نوم پر کېښود ځکه هغه هم د انګرېز لښکر سره يو ځای کابل ته راوستل سوی وو او کارمل جمهور رئیس وټاکل سو مګر د حکومت دستګاه يې له روسيانو سره وه

نوټ: د افغانستان معاصر تاريخ

زړګی کندهاری