د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس ستانکزي، پاکستان ته په توند خطاب کې ویلي چې که پاکستان بیا د حریم نقض کولو تکرار وکړي، بیا به نه پنجاب پاتې شي او نه به د دوی واک په پښتونخوا کې دوام وکړي.
ستانکزي ویلي، د افغانستان حوصله باید کمزوري ونه ګڼل شي او د افغانستان پر چارو لاسوهني کې به د سخت غبرګون لامل شي.
د ده په وینا، افغان حکومت غواړي له ټولو ګاونډیو سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې ولري، خو هر ډول تجاوز ته د جواب ویلو ظرفیت لري.