Home خانه

لوګر کې د ۳۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړیږي

لوګر کې د ۳۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړیږي

595846071 803056112696023 9105674093249641385 nد لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه د یونسیار (UNHCR) په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د ۳۰ ټنه محصولاتو د ساتلو ظرفیت به ولري.

د دغه ولایت د کډوالو چارو آمر مولوي محمد مسعود اخندزاده جوړو مراسمو ته وویل، یاده سړه خونه په ۹۳ زره ډالرو لګښت د یوې پوړیزې ودانۍ په بڼه جوړېږي او تمه ده چې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د محمدآغې ولسوال، قاري صبغت الله تقوا وویل، د یادې ولسوالۍ شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او سړه خونه د هغوی له اساسي اړتیاوو څخه ده.