Home خانه

د لوګرښوونځیوترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

 شیرمحمد(ستانکزی)

fotbal logar elever 3 200 د فوټبال د څلورو غوره ټیم لوبو؛ پیل د لوګر ښوونځیو ترمنځ نن د وږې په دویمه پیل شوې. دغه د فوټبال لوبه د غوره پیژندل شوو څیرو لوبغاړو؛ په موخه د کوچیانو ښوونځي په ورزشي لوبغالې کې په لار واچول شوه. نثاراحمد (نوري) د لوګرد پوهنې ریاست د بدني روزنې مسؤل لوګر اونیزې خبریال ته وویل:

 

fotbal logar elever 3 380fotbal logar elever 4 380

ددې لوبې موخه په دې ولایت کې د فوټبال لوبو دپراختیا او ودې او همدارنګه دغوره لوبغاړوپیژندل يي په ګوته کړل. نوري زیاته کړه، دغه لوبه به درې ورځې دوام وکړي، چې په ورځ کې به یوه لوبه په لار واچول شي. دفوټبال دلوبې په لومړۍ ورځ دبره کي برک ولسوالۍ ټیم دمحمدآغې ولسوالۍ ټیم پر وړاندې سیالۍ په لار واچوله، چې په پیاله کې دوه پر یوو؛ لوبه د بره کي برک ولسوالي پر ګټه پای ته ورسیده . دپوهنې ریاست دبدني او روزنې مسؤل وايي: چې دغه څلور غوره ټیم د لوګرله دوه دیرشو ټیمونواو تکړه لوبغاړوڅخه غوره شویدي، چې په دو راتلونکو ورځوکې به  داتلولۍ ټیم وپیژندل شي. دغه لوبه په داسې حال کې په لاراچول کیږي، چې زیاتره دفوټبال مینه وال په لوګرولایت کې د سپورټي  میدان (لوبغالو) او دامکاناتو په نشتون تل نیوکې کوي.

شیرمحمد(ستانکزی)