Home خانه

په لوګر کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

خبرپاڼه یکشبنه، وږي دویمه نیټه 

fotbal logar elever 1 200د لوګرد مرکز پل علم په ګډون د دریو ولسوالیو د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.
دغه سیالۍ د لوګرد پوهنې ریاست د بدنې روزنې مدیریت په زیار د پل علم ښار اړوند د کوچیانو د لیسې په لوبغالې کې پیل شوې ، چې تر دریو ورځو پورې به دوام وکړي.

 

fotbal logar elever 1 380fotbal logar elever 2 380

په دغو سیالیو کې د پل علم په ګډون د خوښۍ ، محمدآغې او بره کي برک ولسوالیو اړوند د کلنګار جهادي ، باغیارک ، محمدآغې او د برکي راجان د لیسو لوبډلو ګډون کړی او هره ورځ به دوه لوبې ترسره کیږي. 
د دغو لوبو مؤخه په یادو ولسوالیو کې د شته ښوونځیو په کچه د غوره لیګ لوبډلو ټاکل دي ، چې د سیالۍ په پای کې به غوره لوبډلې په چمتوشویو تحفو او ستاینلیکونوهم ونازول شي. 
د یادونې وړده، چې د دې لوبې نندارې ته د لوګرد بیلا، بیلو ولسوالیو او سیمو نه لسګونه اوسیدونکي هم راغلي دي.

په درنښت 
 دلوګردپوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر