ایران د افغانستان سخه تر خپل حق او د ١٣٥١ د محمد موسی شفيق د تړون سخه سرغړونه کوي او زیاتي اوبه غواړي
موږ له ایران سره په ۱۳۵۱ کال کي د هلمند د اوبو یو تړون لرو چي ایران ته به له افغانستان څخه په هره ثانیه کي ۲۶ مکعب متره اوبه ځي چي د کاله د ۸۲۰ میلیونه مکعب متر اوبو معادله ده .
که اوبه تر دغه زیاتیږي نوا یران باید افغانستان ته د دغو اوبو قیمت ورکړي او دغه ۲۶ مکعب متره اوبه به په هغه صورت کي ایران ته ورکول کیږي چي که د کجکي د بند د اوبو اندازه تر پنځه میلیارډه اوشپږ سوه یو شپېته مترمکعبه زیاته وي .
خو په تیرو څو څلویښت کالو کي ایران هر کال له افغانستان څخه ۴،۵ میلیارډه مکعب متره اوبه وړی دي . د ایران حق له دغو اوبو څخه 32.800 میلیارډه متره مکعبه اوبه کیږي ،
په داسي حال کي چي ایرانیانو له افغانستان څخه په دغو څلوېښتو کلونو کي 180 میلیارډه مکعب متره اوبه وړي دي چي په دې حساب ایران د افغانستان د 147.20 میلیارډه مکعب متر اوبو پوروړی دی .
د مخه تر دې چي رییس صاحب د تهران د جنوب ژبه د ډیپلوماسۍ ژبه و ګرځوي نو دي لومړی هغه تړون ولولي چي دوی له افغانستان سره لاسلیک کړی ده او د افغانستان د اوبو قرض دي د افغانستان ملي بانک ته جمع کړي .
په جهاني مارکیټ کي د یوه متر مکعب اوبو قیمت چي د ۲۲۵ لیټرو اوبو معادل دی یو امریکایي ډالر دی .
په دې حساب ایران باید د ۱۳۵۱ کال د قرار داد مطابق 147.2oo میلیارډه ډالره راکړي!
