Home خانه

دمولانا ابوالوفاء افغاني لیک

دمولانا ابوالوفاء افغاني لیک

Screenshot 2025 12 05 215120Aپوهاند رشاد ته !

دا ليک مولانا صاحب د (۱۳۲۶- ۱۳۳۵ ل) کلونو تر منځ رشاد صاحب ته ليږلی دئ. په دغو کلونو کي رشاد صاحب په ډهلي او بمبئ کي د Afghan Fruit General Agency او پښتون کمپنی نماينده وو.

جلال کوچه ۹۳۲- حيدرآباد دکن (هند)

د قوم ښاغلی ځوان محترم رشاد له ربه بريالی غواړم!

ګلالی ښاسته ځوان

ننګيالی د کُل افغان

هغه څوک دئ رشاد خان

ربه تل دي وي ودان

هم دي تل وي په امان

له آفته د دوران

بحرمت د شاه شاهان

محمد نورالنبيان

بابا رشاده!

السلام عليکم ورحمۃ الله! ستاسي مکتوب مبارک چي په شېرينو اشعارو مشتمل وو٬ پرون راورسېدئ.

شکر چي روغ او جوړ له وطنه راغلاست. زه دا شل شپې کيږي چي ناجوړه پروت يم. تبه او ټوخی لرم. طاقت د جواب مي نه درلود٬ مګر د رب په نامه همت مي وکئ٬ کښېناستم٬ دا يو څو کرښي نوشته کوم.

هغه وخت چي تاسي په بمبئ کي واست. ما څو خطونه درلېږلي وو٬ نه يم خبر چي ولي نه دي در رسېدلي؟ يو خط مي ډهلي ته هم لېږلي وو٬ مګر له يوې خوا څخه جواب رانغئ. په اخر کي ستاسي د قندهار د تګ خط راورسېدئ. نو ما انتظار کاوه چي تاسي به له قندهار کله را واپس سئ دادئ چي تاسي الحمدالله په عافيت راغلاست٬ مګر د قندهار کيفيت مو هيچ نکئ نوشته. ما اورېدلي دي چي په قندهار کي سخت مرض وو٬ ډېر خلق مړه سوه. ښه ښه ملايان هم ولاړل. که په حاجي حبيب الله او حاجي عبدالرحيم او حاجي نظر جان حال لرې٬ نو به مي خبر کې. ولي چي زه د قندهار څخه تفصيلي خبر نلرم. دا به نوشته کې چي څه مرض وو او څوک شناخته کسان مړه سوه او اوس څه حال دئ؟ د موسم د کښت او غلې او مېوې څه حال دئ؟ ارزاني ده٬ که ګراني؟ آيا شراف الدين اخوندزاده ژوندي دئ؟ ملا عبدالغفور خروټی چي و مدينه منوره ته ئې هجرت کړی وو٬ اوس چيري دئ؟ زموږ له دکنه سيد ابراهيم جان آغا تللای وو٬ د تور صاحبزاده په کوڅه کي ئې کور دئ. که ئې پېژنې نو حال به ئې راته نوشته کې.

د‌افغانستان او پاکستان په مابين کي څه حال دئ؟ مشرقي پښتانه په حقیقت کي د پاکستان مخالف دي؟ يا دا پروپاګند دئ؟ ما تېر کال ټوله دا کوښښ وکئ٬ چي مصر ته روپی ورسي او تاسي مي هم واسطه کړئ. سره ستاسي د وعده تاسي هم هيره کړه او شپې دغسي تیري سوې. سږ کال به ان شاءالله تعالی مصارف د کتاب د چاپ ورسي ان شاءالله او عجبه نه ده٬ چي د کتاب په چاپېدو شروع هم وسي. ليکن زه اوس په سبب د مرض له کاره لويدلی يم. ګوره چي عاقبت څه سي؟ تاسي به په بمبئ کي تر څو ياست؟ او بيا به قندهار ته کله ځئ؟ تفصيل به راته نوشته کې.

دا به نوشته کې چي تاسي د درياب پر لار راغلاست٬ يا د ډهلي پر لار؟ د دریاب څه حال دئ؟ طغيان لري٬ ساکن دئ؟

والسلام ابوالوفاء

نوټ :

حاجي حبيب الله پوپلزی د کندهار مشهوره سوداګر وو او په چار سو کي ئې يو تجارتي سرای(مارکېټ) ودان کړی وو. اوس هم دغه سرای سته٬ د حاجي حبيب الله د سرای په نامه مشهوره دئ. حاجي حبيب الله ديني زده کړي وې او په سياست کي ئې هم دلچسپي درلوده.

حاجي عبدالرحيم د ښار لوی تاجر وو. په حاجي عبدالرحيم بالاکرزي سره هم مشهوره وو. يو تجارتي سرای (د حاجي عبدالرحيم سرای) ئې په چارسو کي اوس هم د دوی په نامه مشهوره دئ.

حاجي نظر جان اڅکزی هم د کندهار مشهوره تاجر او زميندار وو. په هرات بازار کي دوه سرایه د دوی په نامه دي٬ باغ پل ته نژدې ئې يو باغ هم ودان کړی وو٬ د (حاجي نظر جان) چي د دوی نامه ته منسوب وو.

شراف الدين اخندزاده د کندهار ښار له لويو علماوو څخه وو. د کندهار ښار د هرات بازار په جنوبي کلا فصيل کي ئې کور او مسجد وو. مسجد ئې اوس هم د شراف الدین اخندزاده د مسجد په نامه مشهوره دئ.

شيخ عبدالغفور خروټی(۱۲۸۴-۱۳۵۲ ل) د استاد احمد صمیم او حاجي عبدالظاهر جان څرک پلار دئ استاد محمد معصوم هوتک د شيخ صاحب ژوند او علمي شخصيت په اړه (اديب شيخ) په نامه يوه مستقله رساله ليکلې ده.

کندهار مجله د ۱۳۹۶ کال پنځمه ګڼه

د استاد مطیع الله روهیال یاداښت