بي بي ملالۍ میوندۍ
بي بي ملالۍ میوندۍ د اوسني کندهار ولایت په میوند اولسوالۍ کښې په 1861 زېږدیز کال کښې زېږېدلې وه چې د ابدالي پښتنو د خوږیاڼیو د وزیرو له څانګې څخه وه.
په 1879 زيږدیز کال کښې د اعلیحضرت امیر شیرعلي خان د کورنۍ د سردارانو په سپارښتنه د امير مشر زوی (محمد يعقوب خان) تر 8 کالونو بند څخه وروسته له بندخونې څخه را و ايستل شو او مزار ته د اعلیحضرت امیر شیرعلي خان د تګ پر مهال په کابل کښې د امیر ځایناستی شو.
په مزار کښې د اروا ښاد اعلیحضرت امير شیر علي خان رحمه الله تر مړېنې وروسته امیر محمد یعقوب خان ځان د افغانستان امیر اعلان کړ او د کابل د امن او خپلواکۍ حالت ډير ناوړه شو، انګرېزانو د افغانستان د پلازمینې نیولو په موخه خوځښت پیل کړ او مخ پر کابل يې پر مختګ کاوه.
امير محمد يعقوب خان چې يو بې تجربې سړی وو، له انګرېزانو سره یې د ګندمک تړون لاسلیک کړ (ګندمک د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دی)، پدغه تړون کښې افغانستان ډيري نوري سیمي هم لکه د پښين، کورمې او خيبر له لاسه ورکړې او ددې تړون له مخي د انګرېزانو استازی په کابل کښې ځای پر ځای شو.
دغه تړون افغان ملت ته د منلو وړ نه وو، نو ځکه افغانانو په مېړانه د انګرېزانو سره جګړه پيل کړه او څو میاشتي وروسته یې د ډیرو انګریزانو ترڅنګ د انګرېزانو استازی کیوناری هم دخپلو ټولو ملګرو سره د کابل په بالا حصار کښې مړ کړ او له بلي خوا د میوند په دښته کښې د اعلیحضرت امیر شیر علي خان رحمه الله د زوی غازي سردار محمد ایوب خان رحمه الله تر مشرۍ لاندې د خپلواکۍ غازیان چې نارینه او ښځې ول په غزا بوخت ول.
ټکنده غرمه وه، غازيان تږي، ستړي او ستومانه ول، د ميوند په دښت کښې اوبه هم نه وې، نژدې وو چې غازي ځواکونه له تږيوالي ماتې وخوري او د دښمن لښکر ډېر پیاوړی او په راز راز وسلوسمبال وو، پدغه مهال کښې د افغان غازیانو توغوال هم ټپي شو، دې وضعيت انګرېزانو ته د يو ځواکمن برید زړورتیا ورکړه، پدې شېبو کښې يوه افغانه پېغله ډګر ته راغله او د افغانانو ملي توغ يې له مځکې اوچت کړ او دا لنډۍ يې و ويل:
که په میوند کښې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه.
ددې پېغلې غږ د غازيانو ويني پر جوش راوستلې او ټولو د الله اکبر په يوه ناره پر غليم برید وکړ او د میوند خاوره يې د پرديو یرغلګرو له ناپاکو قدمونو څخه سپېڅلې کړه.
کله چې د ډيري مرګ ژوبلې په پایله کښې میوند فتح شو او افغان غازیان دخپلو شهیدانو د راټولولو او ښخولو په تکل کښې شول نو غازي سردار محمدایوب خان رحمه الله پوښتنه وکړه چې دغه شهیده انجلۍ څوک ده چې په داسي نازک حالت کښې یې پخپلو ملي لنډیو افغان لښکر په ننګ او غورځنګ کښې راوست؟ ځواب ورکړل شو چې دا ملاله د یو خوږیاڼي شپونکي لور او د میوند اوسیدونکې ده، بل ورته وویل چې دا ډېره زړه وره وه نو د غازیانو تر څنګ یې باید ښخه کړو؟ غازي سردار محمد ایوب خان وویل، ښه وایاست.
ملایانو او ملي مجاهدینو د بخښنې دعاء ورته وکړه او هلته یې د شهیدانو په هدیره کښې خاورو ته وسپارله.