Home خانه

علی جناح څوک و

علی جناح څوک و

588990454 837736395711419 3249284900136907319 nعلی جناح، چی د زیږیدو ورځ یی نده معلومه د ۱۸۷۶ کال ډسمبر میاشت کی کراچی که نړی ته راغی.

پلار یی جناح بهی پونجا او مور یی میټی بایی نومیده چی د گجرات ایالت څخه کراچی ته راغلی وه.

ویل کیږی چی نیکه یی، پریم جی بهی، د پنجاب له هندوانو او د لوهانا له طایفی څخه وه چی د اسماعلیه شیعه مذهب د یو خوجه له لور سره یی واده کړی او په ۱۹ پیړی که اسماعلیه شیعه ته اوښتی وه.

جناح د ګوکال داس ښوونځی او وروسته د کونن د عیسوی ټولنی د مبشرینو ښوونځی کی وروزل شو.

په ۱۸۹۲ کال کی د یو انګریز سوداګر په واسطه لندن ته ولاړ او وروسته یی د حقوقو پوهنځی کی زدکړی وکړی.

ظاهراً علی جناح اسمعلیه شیعه وه چی وروسته اثنی عشریه شیعه شوی وه او د ژوند په وروستیو کی سنی شوی وه.

دا پاس جمله د جناح په باره کی د کتابونو څخه زیاتی خبری کوی.

جناح کله چی انګلستان څخه راستون شو، لومړی د هند د کانګرس د ګوند غړی شو او د دوه لسیزو لپاره د کانګرس ګوند غړی وه. په عین وخت کی د آل انډیا مسلم لیګ کی یی هم ځان د رهبری مقام ته ورساوه.

د تل په شان، انګریزانو غوښتل چی له هند څخه د وتلو مخکی د مناقشی سیمی را مینځ ته کړی څو د هند خلک په خپل مینځی مخالفتونو کی بوخت شی او پام یی هغو غلاوو څخه چی انګریزانو د ددی هیواد ملی شتمنی بریتانیا ته وړی، بلی خوا ته شی.

انګریزانو د هند د خاوری او د هند نیم میلیارد څخه زیاتو مسلمانانو د ویشلو لپاره د خپلو لاسپوڅو په مرسته، لاری چاری جوړی کړی.

هند یی په دری برخو (ختیځ پاکستان ننی بنګله دیش، لویدیز پاکستان او هند) وویشه.

د ۱۹۴۷ کال د فبروری ۲۰ نیټه مونت باټن د هند نوی نائب السلطنه وټاکل شو.

د ۱۹۴۷ د جولای په ۴ نیټه لیاقت د جناح په غوښتنی مونت باټن څخه وغوښتل چی د انګلستان پاچا، شپږم جورج، ته سپارښتنه وکړی چی علی جناح د پاکستان لومړنی ګورنر جنرال په توګه وټاکی.

علی جناح خپل کور په بمبئی کی خرڅ او په کراچی کی یی یو کور واخیست او د ۱۹۴۷ کال د جولای په ۷ نیټه د مونت باټن په الوتکه کی له ډهلی څخه کراچی ته راغی.

د هند ویش کی شاوخوا یو میلیون بیګناه ماشومان، ښځی او نارینه ووژل شول او ۱۴.۵ میلیونه خلک له خپلو کورونو بیځایه او مهاجرت ته اړ کرل شول چی ددی ټولو ناخوالو مسئول انګرایزان او د هغو ځایی ایجنټان دی.

د شمال لویدیز سرحد یا اوسنی پښتونخوا ولایت کی یی ټاکنی بدنامی او له ۱۰ سلنه زیاته خلکو ته یی د شرکت اجازه ورنکړه.

جناح د ۱۹۴۷ کال د جولای په ۲۲ نیټه، د ډاکټر عبدالجبار خان انتخابی دولت ړنګ، او په ځای یی کشمیری عبدالقیوم خان وټاکه.

د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۲ نیټه د بابړی قتل عام واقع شو چی په کی د "خدایی خدمتګارانو" ۴۰۰ غړی ووژل شو.

د هند د خاوری او د هند د مسلمانانو تجزیه کی ښکیل لاسونو ددی ټولو وژنو او ناوړه پایلو مسول دی.

جناح د کلونو را پدی خوا په نری رنځ یا توبرکلوز باندی اخته وه چه تر مرګه یی دا واقعیت له خلکو څخه پټ ساتلی وه.

جناح د ۱۹۴۸ کال د سپټمبر په ۱۱ نیټه په کراچی کی مړ او هلته خښ شو

زړګی کندهاری