Home خانه

صدای حق خواهی وعدالت ؛ در برابر دو دزد ولایت لوگر

demonstration logar 1 200 څوك چې له حق خبرې نه چوپ پاتې شي هغه ګونګ شيطان دى اودخداى جل جلاله ګناه ګار دى اوپه ناحقه خبره غږېدونكى ناطق اوګړېدونكى شيطان دى اودخداى جل جلاله ګناه ګار دى.

زيات خلك په خبرو اوچوپتيا كې له دې اّفتونو سره لاس اوګريوان دي اودحق پالونكي اود صراط مستقيم لارويان هغه خلك دي چې له باطل نه يې ژبې ژغورلي وي اودګټې په ځاى كې يې خلاصې كړي وي.

 

demonstration logar 1 380demonstration logar 2 380

له بې ګټې اوبېځايه خبرو نه ځانونه ژغورل اودحق او روا خبرو په مهال دطوطي په شان ګړيږي ، كه چيرته دخپلو خبرو پايله اخيستنه په لنډو ټكو كې راونغاړو نوپه دې غوره پښتو متل كې داټول مفهوم ځائيږي چې وايي: خپله ژبه هم كلا ده هم بلا.