د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د عمران خان د نه لیدنې پر سر د پارلمان د درولو ګواښ وکړ
د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي ګواښ کړی چې که د PTI له بنسټګر عمران خان سره یې د لیدنې اجازه ورنه کړل شي، د پاکستان د پارلمان پرېښودو او د هغې د چارو د درولو هڅه به وکړي.
نوموړي دا خبره وروسته له هغه وکړه، چې د اسلاماباد های کورټ مشر قاضي اډیاله زندان ته د عمران خان د لیدنې اجازه نه ده ورکړې.
سهیل افریدي وویل چې ټول قانوني او آئیني لارې یې کارولې، خو بیا هم د خپل مشر سره د لیدنې حق ترې اخیستل شوی دی.
هغه اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ به د اسلاماباد های کورټ مخې ته احتجاج وکړي او زیاته یې کړه که عدالت انصاف ورنه کړي، ولس به سخت غبرګون وښيي.
په همدې حال کې، د امنیتي اندېښنو له امله د اډیاله زندان شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي، سلګونه عسکر هلته استول شوي او سیمه په لوړه کچه څارل کېږي.