Home خانه

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد د پاکستان او روان وضعیت په اړه

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد د پاکستان او روان وضعیت په اړه

588440153 748122081642649 5595443018290562387 nمجاهد څرګنده کړه چې پاکستان په خبرو اترو کې له دوو لویو ستونزو سره مخ دی:

یوه دا چې یوې بهرنۍ کړۍ ورته ځانګړی پروژه سپارلې، او بله دا چې غواړي خپله پوځي ماتې پټه کړي.

هغه ټينګار وکړ چې اسلامي امارت په جګړه او اقتصادي بندیزونو کې اړ ایستل شوی و.

د مجاهد په وینا، د پاکستان نظام هڅه کوي خپل ولس په دروغو او غلطو معلوماتو تیر باسي.

هغه وویل چې په تېر کې د مذاکراتو پر مهال پاکستان د اسلامي امارت له لوري هېڅ معناداره پایلې ته د رسېدو اراده نه لرله.

مجاهد څرګنده کړه چې افغانان په زړورتیا خپل وطن ساتي، او دا ډول تېری هېڅکله د زغم وړ نه دی.

ده ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د جګړې پیل کوونکی نه دی او تل یې د سولې، تفاهم او رغنده حللارو غوښتونکی دی؛ خو کله چې د افغانستان پر خاوره تېری وشي، اسلامي امارت به اړین ځواب ورکوي.

مجاهد وویل چې په پاکستان کې یو ځانګړی پوځي کړۍ شتون لري چې د پاکستان ولس او ټوله سیمه یې له بې‌ثباتۍ سره مخ کړې ده.

او په پای کې یې وویل چې تېرو شلو کلونو کې پاکستان د نورو د سپارښتنو پر بنسټ د "کیرایې قاتل" په توګه عمل کړی دی.