د مېوند ستر فاتح او ملي آتل غازى محمد ايوب خان بارکزى
غازي محمد ايوب خان (۱۸۵۷ زېږديز کال، کابل کي پيداسوى دى چې انگرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند جگړې فاتح وو. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان بارکزى زوی ٶ او دده مور د لالپورې د مومندو د مشر سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انگرېز جنرال بارو ته د مېوند په جگړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ د انگرېزي جنرال فرېدرېک رابرټس نه د کندهار په جگړه کې ماتې وخوړه او په همدې توگه د افغان انگرېز دويمه جگړه پای ته ورسېده.غازى ايوب خان د افغانستان د تاريخ يو ستر فاتح او زړور مشر و. کله چې هغه د دوهمې انګريز-افغان جګړې (1878–1880) پر مهال په ميړانه او هوښيارۍ سره بريا ترلاسه کړه، نو بيا يې خپل پام لاندې لویو او مهمو کارنامو ته واړاوه. د هغه مهمې کاميابۍ او سترې هڅې په لاندې ډول وې:
1. د افغانستان داخلي يووالی او ثبات:
ايوب خان هڅه وکړه چې د جګړو وروسته د افغانستان بېلابېل سيمې يو کړي او د داخلي فساد او قبايلې نښتو مخه ونيسي. هغه د خپل واک تر لاندې سيمو کې نظم او ثبات ټينګ کړ.
2. د کندهار او نورو سيمو دفاع يې خورا مستحکمه کړل،او
د هغه اصلي تمرکز پر کندهار، هلمند، کابل او نور مهمو ښارونو و، ترڅو د بهرنيو يرغلګرو او داخلي ناامنیو مخه ونيول شي.
3. د پوځ او نظامي ځواک اصلاح:
غازى ايوب خان د افغان پوځ د جوړښت او تجهیزاتو د اصلاح په لور کار وکړ، تر څو هېواد د هر ډول خارجي ګواښ لپاره تیار وي.
4. د لويو فاتحو ترسره کول:
د هغه د نظامي استعداد له مخې، هغه په څو سيمو کې برياوې ترلاسه کړې، چې په تاريخ کې يې نوم د «غازي» په توګه ثبت شو.
5. د افغان ملي حاکميت ساتنه:
هغه د انګريزانو سره د جګړې وروسته د افغانستان خپلواکي وساتله او د بهرنیو قدرتونو مداخلې محدودې کړې.
د غازي ايوب خان د ژوند وروستۍ وخت:
د بريا او سياسي حالت وروسته، کله چې د بريتانيې او نورو بهرني فشارونو له کبله د افغانستان سياست پېچلی شو، ايوب خان د برېتانوي هند (هندوستان) ته ولاړ، او هلته يې لنډ وخت پاته سو،وروسته هغه د افغانستان دننه د خپلو سياسي او پوځي چارو لپاره بيرته راغلۍ او غازي ايوب خان په ١٩١٤م کال کې په افغانستان کې مړ شو.هغه په خپل ژوند کې د ملي حاکميت او افغانستان د خپلواکۍ لپاره سترې هڅې ترسره کړې.
د ستر غازى ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري.
روح دى ښاد او ياد دي تلپاتي وي
په درنښت
سېلاب.