Home خانه

د پاکستان د جوړیدو پر مهال داود خان له ظاهرشاه څه غوښتل؟

د پاکستان د جوړیدو پر مهال داود خان له ظاهرشاه څه غوښتل؟

585484764 833998376085221 1782678830473640615 nکمونستانو افغانستان او افغانان له داسې یوه ولسمشر څخه بې برخې کړل ، حکمتیار او مسعود بیا د افغانستان د داسې یوه ژمن بچي خلاف د پاکستان غېږې ته پناه وړي وه .

پاکیستان ۷۸ کاله پخوا جوړ شو، پر هماغه کال محمد داود خان، چې بیا روسته د افغانستان لومړنی جمهور رئیس شو، خپل اوښي او د تره زوی اعلیحضرت محمد ظاهرشاه ته په یوه لیک کې تر ډيورند پورې‌غاړه افغانانو د برخلیک په اړه ولیکل:

«د معظم اعلیحضرت همایوني حضور ته!

د خپلو شفاهي عرایضو په دوام دا دی یو ځل بیا عرض کوم، چې زما په اند افغانستان ته د ډیورند هاخوا افغانانو مسٔله حیاتي ارزښت لري. په دې اوږده موده کې له ټولو ممکنه کوښښونو سره په لیکونو، خصوصي او رسمي مذاکراتو کوم ځای ته و نه رسیدو او د هغو پایلې پرته له ناکامي تر اوسه بل څه نه دي او څنګه چې وخت تنګ او خورا لږ فرصت په لاس کې لرو آیا د دې وخت نه دی را رسیدلی چې روښانه او قطعي پریکړه وکړو او د هغې په عملي کولو لاس پورې کړو؟...

... معظم اعلیحضرته!

مخکې له دې چې ستاسو حضور له ما څخه دا پوښتنې وفرمایئ، ما هم له ځانه دا پوښتنه کړې ده او یوازینی ځواب چې لرم هغه دا دی چې : خدای مه‌کړه د څلور پنځه مليونو افغانانو [ د هغه مهال سرشمېرنې] او افغان‌توکمو په پاکستان کې منحل کېدل به د افغانستان د راتلونکې لپاره یقیني او ستر خطر وي، په بله وینا زما په اند د هغوی ژوند او نیکمرغي د افغانستان له ژوند او نیکمرغي سره تړلي او خدای مه‌کړه د هغو بدمرغي او له منځه تلل به د افغانستان تباهي او بربادي وي او له دې لارې افغانستان په خطر کې دی!...

... د چا چې همدا عقیده وي او په ښکاره د خپل هېواد راتلونکی په خطر کې ویني په طبیعی توګه د افغانستان په خطر کې لویدو په وړاندې هر هغه ناشوني شي ته د شوني کار په سترکه ګوري او د لوی څښتن په مرسته او فضل له خپل سر نه تیریدنه په داسې وخت کې حتمي ګڼي...»[۱].

[۱]. د ښاغلي ذبیح الله زیارمل، له چاپېدونکي کتاب «لیکونه؛ تاریخونه» څخه.

دا لیک اوږد دی او ډېرې ستراتيژيکې و د کار خبرې لري، خو دلته یې کارېدلي اصطلاحات (تر ډیورند هاخوا افغانان) او هغه وړاندوینه د پام وړ ده، چې د افغانستان نېکمرغي و بدمرغي تر کرښې هاغاړه افغان ولسونو په برخلیک پورې تړلي بولی

زړګی کندهاری