Home خانه

!په ولسی جرګی کی د لوگر ولایت د منتخب استازی الحاج محمد اکبر ستانکزی د مبارکی پیغام

الحاج محمد اکبر ستانکزی

haji m. akbar stanekzai 200گرانو هیوادوالو ! ویاړم چی دګران هیواد لرغونی افغانستان دخپلواکی او آزادی دبیرته اخیستلو دلاری شهیدانواوغازیانو روح ته اوهغو کسانوته چی په دغه دینی او ملی جهاد او مبارزه کی په صداقت وایمانداری او ایثار سره په ښکاره برخه درلوده زیات درود او تحیات استوم . اوهمدغه راز دخپلی دزړه له کومی هیلی هغوحساسو او دردمنوزړونوته چی دهیواد دسرلوړلی او د افغان ولس دنیکمرغی اوهمداسی دباتور اوقهرمان پلرونو نیکونوپه لاراوهیله حرکت کوی او دغه موخه او هدف ته رسیدل دخپل دینی او ملی وجیبه جزء ګڼی وړاندی کوم او هم تو افغان ملت ته مبارکی وایم .

 

95 کاله مخکی له نن د۱۲۹۸لمریزکال چی د۱۹۱۹عیسوی کال سره سمون خوری دافغانستان توریالی ولس وکړای شول چی دانګریزی ښکیلاک لوی طاقت سره په یوه لڼد مهاله خوسرنوشت سازه جګړه کی داعلیحضرت غازی امان الله خان ترقیادت لاندی خپل کورنی اوبهرنی خپلواکی نړیوالوته اعلام کړی دخپلواکی دترلاسه کولونه وروسته دهیواد دآبادی او دخلکودآرامی دپاره ترقی غوښتونکی اوریفورمیست پاچا په فرهنګی ، اقتصادی ، ټولنیزَعمرانی ، سیاسی اودهوسا ژوند په چاروکی رفاهی پلانونه او ریفورمونه او دعصراو زمانی پر اقتضاء ګامونه پورته کړل .
خپلواکی مو مبارک شه !
د سمسور، سر لوړي، آباد، سوکاله، خوشحاله او آزاد لوی افغانستان په هیله!

منبع ملی هیلی