Home خانه

د کابل ولایت مقام یا کوټوالي

د کابل ولایت مقام یا کوټوالي

د کابل ولایت مقام یا کوټواليدغه ودانۍ د امیر عبدالرحمن خان په دوره کي جوړه سوې وه. دا ودانۍ د پښتونستان څلور لاري د اوبو فواره ته څېرمه، د ښار په مرکزي برخه کي موقعیت درلود. وروسته دا ودانۍ ونړېدله او د کابل ولایت مقام نوي ودانۍ ته ولېږدول سو، چي اوسنی موقعیت یې د ګلبهار سنتر مخ ته دی.
په هغه وخت کي د همدغې ودانۍ ترڅنګ د کابل ښار زندان (نظارت‌خانه)، توقیف‌خانه او اطفاییه هم موجود وو.
د کابل زاړه اوسېدونکي د «کوتوالی» نوم له وېرې یاداوه، ځکه دا ځای د خلکو په ذهن کي د سزا او بندیخوني ځای ګڼل کېده.

د کوټوالی وروستی قوماندان مرحوم طرّه‌باز خان و.
د کابل خلکو روایت کاوه چي سید حسین چریکاري، د بچه سقا نایب‌السلطنه، به خپل کوچنی زوی کوټوالۍ ته راوست او هغه به د ودانۍ له برجه د کابل خلکو ته د نخښه‌وهلو تمرین کاوه.