Home خانه

!د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې په اړه د لوګر ولایت د وب سایت د مسؤل د مبارکي پیغام

د لوګر ولایت د وب سایت د مسؤل د مبارکی پیغام! ۱۳۹۳/۵/۲۸

amanullah khan 200د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې له امله د ګران هېواد مجاهد، مسلمان، غیرتي او قهرمان ملت او په ځانګړي ډول د لوګر د ولایت هغه شهیدانو کورنیو او وارثینو ته چې د هېواد د خپلواکۍ په ګټلو کې د خپل خواږه وجود غوښې قرباني او وینې تویې کړي دي، د زړه له کومې د دغه نه هېریدونکي ورځې په اړه مبارکي وایم.

 

په رښتیا سره د څو لسیزو جګړو له امله افغانانو په ځاني برخه کې ستر زیانونه ګاللي، اولادونه یې یتیمان شوي، میرمنې کونډې شوي، کورونه یې ویجاړ شوي، مهاجرت ته اړ شوي او دغه غیرتي ملت وګړي پردو ته په لاس نیولو اړ شوي دي .
خو له نن څخه پوره پنځه نوي کاله وړاندې د هېواد ستر شخصیت غازي امان الله د دغه خوار ملت په ملتیا سره وکولای شول، چې انګریزان له خپل هېواد څخه وباسي.
تردې وړاندې افغانانو له انګریزانو سره لومړۍ جګړه په اتلس سوه نهه دېرشم، دویمه جګړه په اتلس سوه اتیایم او دریمه په نولس سوه نولسم کال کې ترسره کړې او بالاخره د الله تعاله په نصرت سره د نولس سوه اته نویم زیږدیز کال کې د زمري په اته ویشتمه نیټه په دې بریالي شول، چې انګریزان د افغانانو سره د خپلواکۍ د معاهدې به لاسلیک کولو سره له دغه هېواد څخه وشړي .
زه د سپیڅلې رب دربار ته لاسونه پورته کوم او د دغه خوار او زوریدلې ملت لپاره ترې تل پاتې سوله او بشپړ خپلواکۍ غوښتنه کوم او له تاسې افغانانو په ځانګړي ډول د لوګریانو نه هم هیله لرم، چې په دغه غوښتنه کې راسره هم امین ووایي .
یو ځل بیا تاسې ټولو درنو ته د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې د ورځې د رارسیدو له امله مبارکي وایم او هیله لرم، چې په دغه هېواد کې د تل پاتې سوکالۍ او امن راتلو په موخه له خپل اسلامي حکومت سره اوږه په اوږه همکار ووسئ .

په درنښت
د لوګر ولایت د وب سایت د مسؤل د مبارکی پیغام! ۱۳۹۳/۵/۲۸